د پېښور د مېوې او سبزیو منډۍ نړیوال حیثیت لريد پېښور منډۍ ته د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د مېوو او سبزیو په شمول له افغانستان، چین او منځنۍ اېشیا هم مېوې ورته

  • 6 years ago
د پېښور د مېوې او سبزیو منډۍ نړیوال حیثیت لري

د پېښور منډۍ ته د پښتونخوا د بېلابېلو سیمو د مېوو او سبزیو په شمول له افغانستان، چین او منځنۍ اېشیا هم مېوې ورته راځي او له همدې ځایه د پاکستان نورو ښارونو ته ځي.
د پېښور د منډۍ کاروباریان وایي، په دې وروستیو کې له نورو ګاونډیو هېوادونو د مېوو راتګ ستونځمن شوی او له حکومته غوښتنه کوي چې دغه مېوې له قانوني لارې پاکستان ته را پرېږدي.

پېښور منډۍ ته له افغانستانه شاوخوا د انګورو ۱۵۰ لارۍ راځي، خو دوی وایي چې پر تورخم پوله یې د کسټم چارواکي ځنډوي، چې له امله یې انګور خرابېږي او بیې یې را ټیټېږي.

نور تفصیل د وي.او.اې ډیوه د خبریال ملک وقاص خان په دې ویډیويي رپوټ کې:

Recommended