حبیب پانیزی: د خلکو د خوشالولو لپاره کومېډي کردار هم لوبوم خو ماته سنجیده کرکټر خوند راکويحبیب پانیزی د بلوچستان د خانوزۍ سیمې اوسېدونکی او د پښتو، اردو نومیا

  • 6 years ago
حبیب پانیزی: د خلکو د خوشالولو لپاره کومېډي کردار هم لوبوم خو ماته سنجیده کرکټر خوند راکوي

حبیب پانیزی د بلوچستان د خانوزۍ سیمې اوسېدونکی او د پښتو، اردو نومیالی ډرامه جوړوونکی، لیکوال، شاعر او ډایریکټر دی، چې په لسګونو ساده او کومېډي ډرامې یې جوړې کړې، لیکلې او ډایریکټ کړې دي، چې وخت په وخت د پاکستان له سرکاري ټیلیویژن او رېډیو او له نورو شخصي ټیلیویژنونو خپرې شوې دي.

د حبیب پانیزي د شهرت سبب د (بېلتون) او (کور مې تر تا جار) ډرامې دي چې ډېر کلونه پخوا د پاکستان له سرکاري ټیلیویژنونو خپرې شوې وې او ده پکې د (بېلتون) او (چارګل) کردارونه لوبولي وو او خلکو ډېرې زیاتې خوښې کړې وې.

ښاغلی پانیزی وایي د بلوچستان ډرامه هنرمندان نن سبا له بدو حالاتو سره مخامخ دي، ځکه چې وایي سرکاري او شخصي ټیلیویژنونه اوس د پخوا په نسبت ډېرې کمې ډرامې جوړوي، چې له کبله یې د ده په شمول د ټولو هنرمندانو ژوند اغېزمن شوی دی.

له ښاغلي حبیب پانیزي سره د وي.او.اې ډیوه په (ډیوه ستوري) پروګرام کې د وکیل خان مرکه دلته اورېدلای شئ:

Recommended