افغان طالبانو اعلان کړی چې، د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی، جلال الدین حقاني، مړ شوی دی. دا معلومه نه ده چې دی کله او چېرې مړ شوی خو د طالبانو په یوه خبرپاڼه کې وي

  • 6 years ago
افغان طالبانو اعلان کړی چې، د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی، جلال الدین حقاني، مړ شوی دی. دا معلومه نه ده چې دی کله او چېرې مړ شوی خو د طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ۷۹ کلن حقاني څو کاله ناروغ او په کټ پروت و. جلال الدین حقاني د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر ضد جګړه کې نوم وګاټه. وروسته یې له طالبانو او القاعدې ډلو، دواړو سره اړیکې درلودې.
#حقاني

Recommended