د پنجاب اټک ضلعې ته نیژدې د برېښنا پیدا کولو منصوبه (غازي بروته) په ۲۰۰۴م کال کې بشپړه شوې چې ټول ۲.۱ اربه ډالره لګښت ورباندې راغلی دی او ۱۴۵۰ مېګاواټه بجلي مرک

  • 6 years ago
د پنجاب اټک ضلعې ته نیژدې د برېښنا پیدا کولو منصوبه (غازي بروته) په ۲۰۰۴م کال کې بشپړه شوې چې ټول ۲.۱ اربه ډالره لګښت ورباندې راغلی دی او ۱۴۵۰ مېګاواټه بجلي مرکزي ګرېډ ته ورکوي.

د صوابۍ اوسېدونکي وایي، د دې ډېم لپاره د پښتونخوا له غازي نه د پنجاب تر بروتې پورې ۵۲ کیلومیټره اوږد نهر جوړ شوی دی، چې د ټوپۍ له خلکو یې ۱۴۵۰۰ کناله، د غازي له خلکو یې ۸۰۰۰ کناله او د اټک له خلکو یې ۸۰۰۰۰ کناله مځکه اخیستې ده، خو د سیند دې غاړې ته پرتو خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان رسولی دی.

د صوابۍ خلک وایي د دې ډېم اوبه د دوی دي خو پاورهاوس یا بجلیګر یې په پنجاب کې دی او دوی ته یې هیڅ امتیاز (رایلټي) نه ورکول کېږي.

نور تفصیل د وي.او.اې ډیوه د خبریال مدثر شاه په دې ویډیويي رپوټ کې:

Originally published at -

Recommended