نظر مو راته ولیکئسټېوارډ بټرفېلډ خپله په داسې سیمه کې لوی شوی چې برېښنا یې نه درلوده، خو اوس هغه د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې له لارې میلیاردونه ډالر ګټلي د
  • 6 years ago
نظر مو راته ولیکئ
سټېوارډ بټرفېلډ خپله په داسې سیمه کې لوی شوی چې برېښنا یې نه درلوده، خو اوس هغه د ټکنالوژۍ په برخه کې د پانګونې له لارې میلیاردونه ډالر ګټلي دي.
هغه خپل پنځه لومړني کلونه د کاناډا په یوې لرې پرته سیمه او وروسته بیا د برتانوۍ کولمبیا په یوه ځنګلي سیمه کې ژوند کړی چې برېښنا ته ې لاسرسی نه درلود.
بټرفېلډ د فلېکر او سلاک په نومونو د ټکنالوژۍ کمپنیو مالک دی. له دې لارې دده ګټلې سرمایه پنځه میلیارده ډالره بلل شوې ده.
هغه اوه کلن و چې لومړی یې کمپیوټر ولید او هوډ یې وکړ چې پروګرامینګ زده کړي. هغه وايي، لاهم خوښوي چې کلیوال ژوند وکړي. هغه خپله یوه برخه بریا له خپل قسمت سره تړي.
که تاسې دومره سرمایه ولرئ، کلي کې به ژوند وکړئ؟
Recommended